د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی به په بېلو برخو کې له افغان حکومت سره د همکاریو ژمنې ولري. امریکایي رسنۍ وایي چې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا لوړپوړي پلاوي په کابل کې له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره کتلي دي، خو په خبره یې دغه پلاوی به څو ورځې په کابل کې پاتې کېږي او په بېلو برخو کې به له افغان حکومت سره د همکاریو په اړه خبرې اترې ولري. افغان حکومت کې یوې سرچینې ویلي چې دواړه لوري پر درېیو مهمو برخو، دفاع، بشري مرستو او اقتصادي وده خبرې کوي. بلخوا سرچینه وایي چې امریکا له افغان حکومت سره په راتلونکو دوو کلونو کې یوازې په نظامي برخه کې د ۳،۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم تازه کړې ده. امریکایي رسنۍ وایي د خلیلزاد د ټیم تر ټولو ستره هڅه دا ده چې وکړی شي ژر تر ژره د تاوتریخوالي کچه کمه او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.
































