د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د امریکایي سفارت د امنیت مسوولیت پر افغان حکومت دی او په خبره یې دغه هېواد ژمن دی چې په کابل کې د امریکا سفارت وساتي. دده په خبره له دې هر څه سره امریکا کولی شي خپل سفارت په کابل کې وتړي، خو هغه مهال چې دا د افغان حکومت غوښتنه وي او یا د طالبانو او جمهوریت یو ګډ حکومت دا پرېکړه وکړي. مکینزي دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د خپلو وګړو ساتنې ته ژمن دي او په دې برخه کې پر هر ډول اقدام لاس پورې کولی شي. دغه لوړپوړي امریکایي جنرال د افغانستان د راتلونکې په اړه ویلي، چې دوی د هر ډول ګواښ پر وړاندې پر وخت د ځواب وړتیا لري او په وینا یې هر څه له نږدې څاري.
































