د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو دوی خپلو ګټو ته ګوري. نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، ده وړاندې تر دې هم ویلي چې پاکستان له امریکا سره د پوځي اډو کوم نوی تړون نه دی کړی او نه هم دوی داسې اراده لري. نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان په افغانسان کې امن ته لیواله دی او غواړي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د سولې پروسه هم پرمختګ ولري. قریشي وایي، اوس ټوله نړۍ دې نتیجې ته رسېدلې ده چې پاکستان د افغان کشالې نه بلکې د دغې کشالې د حل یوه مهمه برخه ده.
































