د امریکا ددفاع وزارت وایي د سرتېرو د ایستلو بهیر په سمه توګه مخ ته روان دی، خو تر دې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګن امریکايي سرتېري او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی. دده په خبره له دې وروسته د امنیتي او استخباراتي مسایلو له امله د سرتېرو د ایستلو جزیات هم له رسنیو سره نه شريکوي. هغه ویلي چې د سرتېرو د ایستلو د بهیر امنیت په سمه توګه تامین دی او ټول اړین تدابیر لا هم پر خپل ځای دي.
































