د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ډېر ژر به په هغه روغتونونو کې د اکسیجن د کمبود ستونزه حل کړي، چې پر کرونا اخته ناروغان پکې بستر دي. ددغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د یو شمېر ولایتو په روغتونونو کې یې له وړاندې د اکسیجن د تولید دستګاوې فعالې کړې او په نږدې لسو نورو ولایتونو او روغتونونو کې به تر یوې اونۍ پورې نورې دستګاوې هم فعال کړي. دی وایي، د اکسیجن د تولید دغه دستګاویې یې له بهرنیو هېوادونو پېرلې او یا هم مرسته ور سره شوې ده. د عامې روغتیا سرپرست وایي، د کرونا ناروغۍ ګواښ ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او راتلونکې څلور اونۍ لا ددغه ویروس اوج ته رسېدو لپاره پاتې دي. نوموړي پر ټولو هېواد والو غږ کړی، چې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي څو ځان او د کورنۍ غړي یې له دې ناروغۍ وژغورل شي.












