د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به د یرغمل شوو امریکايي وګړو خلاصول ستونزمن شي. امریکایي رسنۍ وايي چې د امریکا په شل کلن ماموریت کې ځینې امریکایي وګړي په افغانستان کې تښتول شوي چې لا هم له وسله والو ډلو سره دي او د راخلاصولو لپاره یې باید هڅه وشي. سرچینه وایي دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي او پر وسله والو ډلو فشار کمېږي نو له همدې امله ښايي د یرغمل شوو امریکايي وګړو خلاصول هم ستونزمن شي. امریکايي رسنۍ وايي چې د تښتول شوو کسانو له ډلې ویل کېږي چې ځینې یې له حقاني شبکې سره دي. ددغه کسانو شمېر محدود ښودل شوی دی.
































