د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی. اسټین د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا امریکا افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه. د امریکا د دفاع وزیر امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به ډېر ستونزمن وي. نوموړي وویل چې اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لیږدونکو کښتیو او د خلیج د هیوادونو څخه افغانستان ته لیږي.











