د ملي امنیت شورا وايي، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به په نړیوالو معیارونو فعال پاتې شي. د غه څرکندونې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د ملکي هوايي چلند له بین المللي معیارونو سره سم د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ساتلو په موخه په دغه ډګر کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت له مېشتې قوماندانۍ څخه د لیدنې پرمهال کړي دي. په دې کتنه کې د ناټو ملکي سفیر، د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ قوماندان جنرال دیدریک، د ملي امنیت شورا دفتر تخنیکي مرستیال رفیع فاضل، د ناټو مرستیال او لوی ملکي استازي او د ترکیې نظامي قوماندان هم ګډون درلود. دا په داسې حال کې ده چې ترکیې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارو ور سپارلو غوښتنه کړې وه.












