د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو کړنو مخالف دي او ټولې هغه کړنې غندي چې پکي بېګناه او ملکي وګړي وژل کېږي. سرچینې له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ډول بریدونو په اړه ژر تر ژره پلټنې وکړي، سرچینې او ملاتړي یې پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.











