د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د دې سازمان په سرمشریزه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث کېږي. سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ. نوموړی وايي په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور پای ته رسیږي خو له افغان ځواکونو او خلکو یې ملاتړ دوام مومي. د ناټو سرمشریزه سبا نه بله ورځ د جون په ۱۴مه جوړېږي. دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې د سېپتمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وځي، چې له دې سره هم مهاله جګړه هم توده شوې ده.
































