په افغانستان کې د استرالیايي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د افشا کېدو په دوام تازه ددغه هېواد د پوځ یوه افسر اقرار کړی چې په قصدي توګه یې بې وسلې او بې ګنا ملکي وګړي په نښه کړي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوه افسر ویلي چې په کندهار او ارزګان کې یې د خپلو قومندانانو په لارښوونه ملکي وګړي وژلي دي. دغه افسر ویلي چې په یو لړ عملیاتو کې د سیمې خلکو ددوی الوتکې ته د ناستې اجازه نه ورکوله نو دوی هم له الوتکې ټول هغه ملکي وګړي په نښه کړل چې په سیمه کې راټول شوي وو. دغه افسر ویلي همدا راز د الوتکې له ناستې وروسته هغه کروندګر هم په نښه کړل شول چې د دوی د ډزو شاهدان وو. دی وایي پخپله یې هغه ځوان په نښه کړ چې د ټراکټور تر شا پټ و او د ۱۳ یا ۱۴ کلونو په شاوخوا کې یې عمر درلود. تر دې وړاندې هم نړیوالو رسنیو او بنسټونو په افغانستان کې د استرالیا له جنګي جنایتونو پرده پورته کړې ده او دغه هېواد بیا ژمنه کړې چې په جنګي جنایتونو ټول تورن کسان به محاکمه کوي.












