د چین اووه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته شوي نور طبي توکي کابل ته را رسېدلي دي. ولسمشر غني نن په چهار چنار ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي چې واکسین د ژوند ډالۍ ده او د همدې مرستې په خاطر له چین څخه مننه او قدردانی کوي. نوموړي زیاته کړې چې د کرونا د تېرو دوو څپو په پرتله د هېواد په روغتیایي سکټور کې پام وړ ښه والی راغلی دی. ولسمشر غني دغه راز د کابل والي ته سپارښتنه کړې چې خصوصي سکټور دې لا ډېر له کرونا سره د مبارزې برخه کې دخیل کړي. په ورته وخت کې د چین سفیر هم له کرونا سره د مبارزې او تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې د افغانستان پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.











