ناټو له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د پاکستان پر نیابتي وسله والو هېڅ راز برید نه دی کړی. د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر ناټو غږ کړی چې په خپله راتلونکې غونډه کې پر افغانستان او په دغه هېواد کې د پاکستان د روانې نیابتي جګړې په اړه بحثونه وکړي. هغه پر ناټو نیوکه کړې چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، پاکستاني نیابتي وسله والو او د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی او اوس ددې وخت دی چې خپل دريځ روښانه کړي. نوموړي ویلي که ناټو په خپلو بحثونو کې د جګړو د ختمولو لپاره غږ اوچت نه کړي نو پر دغه بنسټ به شکونه او نیوکې ډېرې شي.
































