روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۸۰۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۷۱ کسان مړه شوي او ۲۹۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۳ زره او ۲۷۲ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۶۸۲ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت ویلي د کرونا وبا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول دي نو هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.












