چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ناټو غونډه او په افغانستان کې د جګړې د دوام پیغام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2021
in تبصرې
0
کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې پر افغانستان بحث شوی او پرېکړه شوې چې ناټو به د ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره مرستو دوام ورکوي. د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، په بهر کې د هغوی روزنه، دایمې ملکي حضور او په کابل کې د هوايي ډګر او تاسیساتو ساتل د ناټو د مرستو اساسي ټکي ګڼل شوي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته به هم په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه جاري ساتي، څو ډاډه شي چې دا هېواد یو ځل بیا هغسې د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي چې پر امریکا برید وکړي.

د ناټو په غونډه کې د افغانستان په تړاو بحث ښايي ډېرو ته په ظاهره مثبت ټکي ولري. د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او روزنې دوام به هغه اندېښنې کمې کړي چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نظام او امنیتي ځواکونه پاشل کېدای شي. د ناټو نورې خبرې چې له افغانستان سره به ډیپلوماتیکي اړیکې دوام کوي، مالي مرستې به هم وي، هوايي ډګر به هم ساتل کېږي او افغانستان به سقوط ته نه پرېښودل کېږي. دا او دې ته ورته خبرې ټولې په ظاهره مثبتې دي، خو په واقعیت کې یو بد پيغام لېږدوي. دا پيغام د جګړې د دوام پیغام دی. په تېرو شلو کلونو کې هم مرستې او ملاتړ تر دې زیات وو، خو جنګ و. اوس به بیا هم ښايي دا مرستې وې، البته ډېر کمی به پکې راشي، خو جګړه به وي. څه ډول چې په تېرو شلو کلونو کې دغو مرستو، ملاتړ او تګلارو د جګړې مخه ونه نیوله او امن یې را نه وست، دغسې به په همغه کچه او یا تر هغه کم ددې مرستو او ملاتړ دوام نه جګړه ختمه کړي او نه به هم امن راولي. له همدې امله د ناټو د غونډې پیغام دا دی چې په افغانستان کې به بیا هم جګړه وي، دوی به ددې لپاره چې یو  اړخ بریالی نه شي، بل اړخ ته به مالي مرستې ورکوي، د ځواکونو روزنه به یې کوي، اړیکې به ورسره ساتي او نه به پرېږدي چې سقوط وکړي. په دې ډول به د جګړې د دواړو لورو انډول برابر وي، جګړه به دوام کوي، افغانان به وژل کېږي، کورونه به ورانیږي او جګړه به غځېږي. دا حالت به یو لوری په دې توجیه کوي چې ګواکي موږ د افغانستان د خلکو له حقونو، جمهوریت او حاکمیت دفاع کوو او نړیوال ملاتړ هم لرو، خو بل لوری به همدا جمهوریت د اشغالګرو پاتې شونی ګڼي او بهرنی ملاتړ به یې د پردیو ملاتړ ګڼي او په دې ډول به جګړه توجیه کوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له بده مرغه بهرنیانو او په ځانګړي ډول ناټو او امریکا موږ ته تل په خوږو کې ترخه را کړې دي او وروستۍ پرېکړه یې هم همدا ده چې دلته باید جګړه وي، ځکه چې دوی ته ګواښ پېښ نه شي. که دوی رښتیا د افغانانو ملاتړي وي، نو لاره یې دا نه ده چې دوی د یو اړخ ملاتړ وکړي، بلکې لاره یې دا ده چې دوی د سولې لپاره کار وکړي. دوی باید له خپله اړخه جګړه ودروي، د سولې لپاره فشار راوړي، د افغانستان جګړه‌غوښتونګي سیمه‌ییز او ګاونډي هېوادونه مجبور کړي چې د سولې ملاتړ وکړي. که دوی  د سولې پیغام ورکړي، کار ورته وکړي، نو په دې ډول به دلته جګړه ختمه وي، دوی به اړ نه وي چې ځواکونه ورزوي او یا هم زموږ تاسیسات وساتي او زموږ سره دا ډول مرستې وکړي.

Previous Post

ستاسې ماشوم هم بریالی کېدای شي

Next Post

د شیاومي د چټک چارجولو ټکنالوژي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د شیاومي د چټک چارجولو ټکنالوژي

د شیاومي د چټک چارجولو ټکنالوژي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلخ کې افغان او ازبک سوداګرو ګډه ناسته کړې ده

بلخ کې افغان او ازبک سوداګرو ګډه ناسته کړې ده

اگست 5, 2025
امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه مخ پر ځوړ ده

امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه مخ پر ځوړ ده

سپتمبر 23, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved