د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ترهګري لا هم افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ ده او ښه به وي چې نړیوال له افغانستان سره په ګډه ددغه پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي. بهرنیو چارو وزارت د ناټو د غړو هېوادونو له پرېکړو هرکلی کړی چې ویلي یې وو په افغانستان کې د تېرو لاس ته راوړنو په ساتنه کې همکاري او مرسته کوي. د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په بروکسل کې غونډه لرله چې هلته یې د مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي. دوی وویل چې له افغانستان به سرتېري وباسي خو ددغه هېواد له امنیتي برخو سره به مالي مرسته کوي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
































