د ولسي جرګې غړي وایي د امنیتي او دفاعي ادارو په مشرتابه کې کمزوري او بې پروايي د افغان سرتېرو د تلفاتو ستر لامل ده. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په ګڼو ولایتونو کې وروستۍ جګړې او نا امنۍ د جدي اندېښنې وړ بللې دي او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره خپلې امنیتي تګلارې اغېزناکې کړي. د ولسي جرګې غړو وویل چې افغان سرتېري د جګړې مورال لري خو د امنیتي ادارو په مشرتابه کې فساد او بې پروايي د افغان سرتېرو د تلفاتو ستر لامل دی. د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر غني غږ وکړ چې د هېواد وضعیت ته په کتو باید ژر تر ژره د امنیتي ادارو د رهبرۍ لپاره پر وطن مین او رښتیني کسان وګوماري او هغه کسان دې ژر تر ژره له دغه ادارو لرې کړي چې په خپلې سوداګرۍ او شخصي ګټو پسې وتلي دي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل چې له ولسمشر سره به ژر د امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي او ددې وخت دی چې د امنیتي ادارو په مشرتابه او تګلارو کې اغېزناک بدلونونه راوستل شي.
































