له سیمه اییزو ارګانونو څخه په یوه لیږلي رسمي لیک کې والیانو ته امر شوی دی چې د هیواد د سر اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له والیانو څخه نظامي صلاحیتونه اخیستل شوي او له دې وروسته به د نظامي قوماندې او ارګانونو ترمنځ د همغږي رامنځته کولو په ګډون ټول نظامي واکونه د ولایتونو قول اردوګانو ته ورکړل شي. په لېږل شوي مکتوب کې راغلي، چې دا پرېکړه د ولسمشر غني په مشرۍ د سراعلی قوماندانۍ په غونډه کې شوې ده. په ورته وخت کې ویل کېږي چې ولسمشر غني پرون دا موضوع د یوې ویډیویي ناستې له لارې له والیانو سره هم شریکه کړې ده.
































