د راپورونو له مخې له افغانستان چک ته تللي پلاوي ویلي چې د چک جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي دي او پر بېلو مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي. د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه کوي. افغان پلاوي په دې سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د سوداګرۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي. چک اوس هم په افغانستان کې پوځيان لري او ټاکل شوې چې له نورو بهرنیو پوځیانو سره یو ځای له افغانستان ووځي.
































