افغان ځواکونو د هرات اوبه ولسوالۍ طالبانو ته پریښې ده، یوه امنیتي سرچینه وایي، افغان ځواکونو تېره شپه خپل ټول ټپیان او سرتېري هرات ښار ته لیږدولي دي او یاده ولسوالۍ یې طالبانو ته پريښې ده. د راپورونو له مخې اوبه ولسوالۍ کې شته پوځي وسلې بل ځای ته لیږدول شوي او یوه اندازه نور یې له منځه وړل شوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم مني چې اوبه کې مېشت سرتیري تېره شپه هرات ته لیږدول شوي دي. د یو بل خبر له مخې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ امنیتی ځواکونه بل ځای ته لېږدولې ده. امنیتي چارواکو ویلي، چې ځايي خلکو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتو، د لارې نه بندېدو او پرسونل ته په وخت د اکمالاتو نه رسېدو د مخنیوي لپاره د دهنه غوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د لنډمهال لپاره بل ځای ته ولېږدول شول. طالبان بیا وايي، د دهنه غوري ولسوالۍ له مرکز او ټولو سیمو حکومت وتلی دی.
































