روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا دوه زره او ۱۶۷۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له دغې وبا ۸۷ کسان مړه شوي او ۷۲۸ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۰۰ زره او ۵۲۱ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۳۰ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې روغتیا پالان د کرونا وبا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول بولي او ټینګار کوي چې روغتیایي سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وشي.
































