د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ويلي، تر اوسه پورې په دوحه کې د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د اېستلو د ځنډ اعلان د خبرو د وخت له اوږدېدو سره نوره مرسته کړې ده. عبدالرحمن ویلي، موخه يې دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند سلا وشي او همداراز د دغه هېواد پر راتلونکې یوه هوکړه وشي.
































