ترکیې یو ځل بیا د افغان سولې له پروسې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد به د ترهګرۍ پر ضد د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي. دا څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د انتالیا ډیپلوماسۍ مجمع په څنډه کې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، عبدالله په دې لیدنه کې د سولې برخه کې د ترکیې رول مهم بللی دی او له دې بهیر څخه یې د یاد هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی. په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.
































