دې اتلانتیک خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي، لا هم وخت شته چې امریکا ځان له یو تاریخي شرم څخه وژغوري. خپرونه کاږي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ نیمایي ته رسېدلې ده، د هغو کسانو د ژغورنې وخت هم له لاسه وځي چې په دغه هېواد کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې ده. خپرونې وړاندې لیکي، په دې وروستیو کې طالبانو هم په پراخه کچه پرمختګ کړی دی، ګڼې ولسوالۍ یې لاندې کړې دي، پر سړکونو یې چیک پواینټونه اچولي دي او د لویو لارو د ساتنې ډېری کنډکونه یې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. د خپرونې په خبره، که چېرته امریکا غواړي ځان له یو تاریخي شرمه وژغوري نو باید د هغو اتلس زره افغان ژباړونکو د ژغورنې لپاره جدي اقدامات وکړي چې په سختو شرایطو کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې ده.
































