د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، له بده مرغه د ایران ستره برخه نفوس یو ځل بیا د رایې له حق محروم شو. د ویاند په خبره په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټيټه وه او دا د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي. د راپورونو له مخې په ټاکنو کې د ایران شاوخوا ۴۸ سلنې نفوس ګډون کړی و. د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر بنسټ ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. هغه د ایران له مذهبي رهبرانو سره ژورې اړیکې لري او ددوی په خوښه واک ته رسېدلی دی.
































