د فراه د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونه ۵۶۱ زره ۳۷۱ ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس جمال الدين جلالي چې د روان ۱۴۰۲ کال کې له ياد رياست سره ۴۲ غير دولتي موسسې ثبت شوي، چې د يادو موسسو په مټ د ۳۷ میلیونه ۵۶۱ زره ۳۷۱ ډالرو په لګښت د روغتيا، پوهنې، کرنې, ښوونې، زیربنایي, پيښو، کډوالو، ټولګټو، شهيدانو او معلولينو په برخو کې ۸۲ پروژې پلې شوې دي. جلالي همدارنګه زياته کړه، چې د يادو پروژو له لارې ټولټال ۱۸۴۸ نارينه، او ښځينه وو ته د کار زمينه برابره شوې وه.











