د هېواد پخواني ولسمشر حامدکرزي د پکتیکا او خوست ولایتونو پر سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د نړۍوالو قوانینو څرګند نقض ګڼلی دی. کرزي په خپره شوې خبرپاڼه کې، د پاکستان له لوري دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په زیان ګڼلي دي. نوموړي همدارنګه د اسلاماباد په پالیسۍ کې بدلون، له افغانستان سره د کاونډیتوب د نېکو مناسباتو پر بنسټ د متمدنه اړیکو رامنځته کول، د دواړو هېوادونو په ګټه او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د ټينګښت عامل ګڼلی دی.












