چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ترکيې ښکېلتيا به نور حساسیتونه را وپاروي‎‎

لیکنه: عبدالوحيد وحيد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 21, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ترکيې ښکېلتيا به نور حساسیتونه را وپاروي‎‎
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

شک نشته چې زمونږ هیواد له تېرو څو لسيزو راهيسې د ګاونډيانو سيمې او نړيوالو تر منځ د رقابتونو، تربګنيو او زور ازموينې ډګر ګرځېدلى دى. شورويانو امپريالېزم په افغانستان کې مهار کاوه، امریکا او اروپا خپل دښمن د هغوى کور ته له ورتلو وړاندې دلته وژني، پاکستان زمونږ په خاوره خپل بالفعل او بالقوه دښمن وهي. هند دلته  لوبيږي، ايران زمونږ په هیواد کې امریکا او سعودي ته خپل زور ښیي، روسيه او چين هم لاس تر زنې نه دي ناست، د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د نورو په پرتله محتاطانه لوبيږي، حالات څاري او وقتاً غبرګون ښيي، خو چينايان  په خبرو نه، بلکې په کار کولو موخې تر لاسه کوي. زما په اند دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې سولې ته له خپلو ګټو سره غوټه ورکوي، خو بيا هم په هر حال د متمایل سياست خپلولو لپاره لومړيتوبونه او  A B C پلانونه هم لري.

افغانستان او ترکیې د تاريخ په اوږدو کې خورا نږدې او دوستانه اړيکې درلودلې او دا افغانستان و چې له شوروي اتحاد وروسته یې د معاصرې ترکیې جمهوري حکومت په ١٩٢٣ کال کې په رسمیت وپېژانده. د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د تل لپاره دوستانه پاتې شوې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

البته له افغانستان سره د ياد هيواد د تاريخي اړيکو له شتون سره سره ترکیه له تېرو دوو لسیزو راپدېخوا د ناټو په چوکاټ دلته شتون لري او لوبيږي. که له ترکتبارو افغانانو سره يې ښکېلتيا زياته هم وه، خو مونږ ته دومره د اندېښنې وړ نه وه. ترکیه له افغانستان سره د زده کړو او د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کوي. ليکن د ترکيې د اوسني حکومت د اسلامپالۍ له دعوې او د اسلامي نړۍ قيادت سمبالولو ته له هڅو سره سره د پان ترکيزم د را ژوندي کولو هڅې د هغوى اسلامي روحيه تر پوښتنې لاندې راولي. پان ترکيزم او د امت د اتحاد هدف ته رسيدل جدا لارې لري او جدا موخې دي. اټکل کيږي چې ترکیه د خپل عظمت رفته د را ژوندي کولو لپاره د اسلام او تبار دواړه کارتونه کاروي.

دوستم په افغانستان کې د توپک د شپيلۍ په زور د مخالف اړخ د تهديد توهين او تحقير تاکتيکونو په کارولو د ازبک قوم د مشرتابه له دعوې سره سره بيا هم د عامو افغانانو تر منځ د ستر جنګي جنايتکار، د پرديو د لاس اله او اخلاقي مجرم په توګه پيژندل کيږي. په تيرو دوو لسیزو کې د ځينو نوموتو شخصیتونو په ابرو باندې د تجاوز په قضيو کې د ککړتيا له امله له عدلي او قضايي تعقیب څخه د ترکيې د حکومت لخوا د دوستم د ژغورلو متکررو هڅو پر دغه هيواد باندې زمونږ د باور کچه ټکنۍ کړې ده.

اوس چې د ناټو ځواکونو په بشپړه توګه له افغانستان څخه د وتلو ژمنه کړې ده او ترکيه هم د ناټو فعاله غړى هيواد دی، نو پاتې کيدل به يې يقيناً د تړون ماتېدل وي. داسې ښکاري چې دغه هېواد له امریکا او پاکستان سره د کومې معاملې په نتیجه کې د کابل د هوايي ډګر د ساتلو مسووليت اخيستو ته ملاتړلې ده. د افغانستان په مسئله کې د يادو دريو واړو له دوه مخو سياستونو او مشکوک شاليد ته په کتو په اوسني مبهم حالت کې د کابل د هوايي ډګر ساتلو لپاره د ترکيې د ځواکونو پاتې کيدل د افغانانو په ذهنونو کې لاندې پوښتنې را پورته کوي:

۱ـ  يوازې د هوايي ډګر ساتل د افغانستان خلکو ته په زغرده اعلان دی چې د سقوط اوسنى جريان دوام مومي او پلازمېنه کابل سقوط کوي او يو ځل بيا ملوک الطوایفي جوړيږي چې د کابل هره ناحيه او کوڅه د مختلفو اړخونو لخوا د مرګونو چور او وحشتونو شاهده واوسي.

۲ـ  افغانان به داسې وګڼي چې نړيوال د ګډوډۍ نښې ويني او يا هم د منفي نظر څارونکي افراد به دغه نوښت ته د دسيسې او انارشي جوړولو نړيوال پلان برخه وګڼي او داسې به وانګيري چي ارګ او نړيوال يوازې د ځانونو د خوندي ايستلو لپاره د يوې لارې پرانيستل ساتل غواړي. نور افغانان ورته نه اهمیت او نه هم ارزښت لري. داسې وضعیت رامنځته کوي چې خداى مه کړه د افغانستان د دښمنانو له پلانونو سره سم د دغه هېواد د تجزیې لامل شي.

۳ـ امریکا پوهيږي چې د چين لخوا په سينکيانګ ايالت کې د ستر سوداګريز ازاد زون جوړول او يوه لاره يو کمربند پروژه بالفعل او بالقوه توګه د چين اقتصادي وده لوړوي او بيا به يې امريکا رقابت ونشي کړاى. په سينکيانګ ايالت کې د چين په نوښت جوړېدونکی ازاد سوداګريز زون په داسې سيمه کې موقعیت لري، چې ډېری خلک يې ترک تباران دي او چين لا دمخه د دغې سيمې په ناامنۍ کې له امریکا سره په همغږۍ د ترکيې په لاس لرلو شک لري.

۴-  له بشپړ وضاحت او د افغانانو له باور تر لاسه کولو پرته به زمونږ هیوادوال فکر وکړي چې د ترکیې لخوا د کابل د هوايي ډګر ساتل به د ترکيې د پان ترکيزم خوب ته  تعبیر د موندلو لاره هواره کړي او له پاکستان سره د ډيورنډ ستونزې ختمولو کې به مرسته وکړي او د امریکا د ولسمشر بايډن په فکر په دريو برخو باندې د افغانستان د ويش خيال د تحقق خوا ته به پرمختګ ولري.

۵- چين به د خپل نيمه خپلواکې سيمې سينکيانګ او هلته د اوسني اغيزمنوونکي امنیت په تړاو ممکن غبرګون وښيي او روسيه به په خپل ګاونډ کې د انديښنې وړ افراطيت او توندلارۍ ته د ودې ورکولو او د هغوى تر اثر لاندې سيمو د ناامنه کولو خطر پر وړاندې يوازې په ننداره کولو باندې بسنه ونه کړي.

۶- مونږ ښه پوهېږو چې مونږ په اسانۍ سره زیان منونکی هيواد لرو. ايران به د رقابتونو په منډه کې حتماً په داسې کړنو لاس پورې کړي چې زيان به يې مونږ وينو او هغوى به زمونږ زيانونه د خپلو ولسونو او خاورې د دفاع په نوم د توجیه وړ ګڼي.

۷- د پاکستان په دولتي تګلارو باندې زه هم ملاحظات او نيوکې لرم، خو هيڅ ډول شک نه لرم چې د پاکستان خلک زړه سواندي او لوى نيتي ولس دى. البته د پاکستان امنیتي ارګانونه توندلاري، افراطيت او راديکاليزم ته د ستراتیژۍ له مخې په وده ورکولو کې د نړيوالو په اند پاکستان ته ګوته نيول کېږي. د کابل د هوايي ډګر ساتلو په پلان کې د پاکستان ښکېلول د ګاونډيانو او سيمې په کچه په ځانګړي ډول د هند، ايران او منځنۍ اسیا د هېوادونو حساسیتونه را پاروي او زمونږ ملي ګټې به وننګوي.

که بيا هم د ترکيې د نظامي ځواک شتون اړين وي، نو حکومت باید د مسووليت له مخې خپل ولس ته حقایق او اړتيا په ګوته کړي چې د کومو مجبوريتونو له امله يې دغه وړاندیز قبول کړ. په دغه هکله د حکومت چوپه خوله پاتې کيدل ستر زيانونه رامنځته کولاى شي. حکومت مکلفیت لري چې په دغه حساس تاریخي پړاو کې زمونږ د هیوادوالو په اندېښنو باندې ځانونه پوه او له داسې نوښتونو څخه ډډه وکړي، چې مونږ ته د ستونزو د لازياتيدو لامل ګرځي. د افغانستان خلک باید پوه شي چې يوازې د ترکيې د پوځي ځواک پاتې کيدل د کومو موخو لپاره دي؟ متبادل لري که نه؟ او دغه کار ولې بل يا نور هيوادونه نشي کولاى؟

که د پردې تر شا نورې پټې موخې نه وي، يوازې د بهرنيو او کورنيو بنسټونو باور  تر لاسه کول موخه وي، نو په کابل کې د ډيپلوماتيکو مراکزو، کورنيو او بهرنيو موسساتو د خوندیتوب لپاره نورې لارې او متبادل غوراوي هم شته. که نظامي حضور ته اړتیا هم وي، نو داسې هېوادونه هم شته چې په افغانستان کې د لاسوهنو په تور پړه نه ګڼل کیږي او که  امریکا ورته د ترکیې په شان د حمايت باور ورکړي، نو دلته راتلل به يې غبرګونونه نه راپاروي.

Previous Post

حامد کرزی:امریکا افغانستان کې ماته شوه او تر شا فاجعه پریږدي

Next Post

پنځه هغه ځانګړنې چې په ژوند کې له هرڅه ډېرې مهمې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
پنځه هغه ځانګړنې چې په ژوند کې له هرڅه ډېرې مهمې دي

پنځه هغه ځانګړنې چې په ژوند کې له هرڅه ډېرې مهمې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ښکلي اسيايي کور د ګډې ابادۍ لپاره د چين لس کلن مزل

اکتوبر 29, 2023

وانګ يي د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې له رئيس او د مالدیف د بهرنيو چارو وزير عبدالله شاهد سره ټليفوني‌ خبرې وکړې

جون 11, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved