په هالنډ کې مېشتو افغانانو په هېواد کې د روانې نیابتي جګړې پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریون کوونکو د هالنډ په پلازمینه کې د جګړې او تاوتریخوالي ضد شعارونه ورکول او ددې غوښتونکي وو چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د ایران او پاکستان نیابتي جګړه پای ته ورسول شي. ددوی په خبره د روانې جګړې ګټه ټوله پنجاب او تهران ته رسېږي خو وینې پکې د افغانانو تویېږي او د افغانستان د ویجاړولو پروسه یې روانه کړې ده. دوی همدا راز په هېواد کې له ولسواک نظام، بشري حقونو، بیان ازادۍ او د اقلیتونو د حقونو خوندي کول غوښتي دي. لاریون کوونکو پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې مضره چوپتیا ماته کړي او په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې او وحشت په اړه خپل غږ اوچت کړي. لاریون کوونکو ویلي دوی به تر هغه خپلو لاریونونو ته ادامه ورکوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شوې نه وي او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې ګامونه اوچت کړي نه وي.
































