روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۸۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۷۸ کسان مړه شوي او ۶۷۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو ټول شمېر یو لک او ۵ زره او ۷۴۹ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۲۹۳ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































