چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په تېرو دریو ورځو کې ۲۹ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 22, 2021
in افغانستان
0
په تېرو دریو ورځو کې ۲۹ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په هېواد کې د سختو جګړو او د طالبانو له‌خوا د ولسوالیو د نیولو پر دوام، دې ډلې ویلي چې په تېرو دریو ورځو کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۲۹ ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولې دي.

د کندوز خان آباد، امام صاحب، قلعه زال او دشت ارچي؛ د بلخ چمتال، خاص بلخ، کشنده، شولګره، دولت آباد او چهاربولک؛ د جوزجان آقچه، منګجیک، خانقا او فیض آباد؛ د بغلان دوشي او جلګه؛ د تخار خواجه بهاوالدین، درقد، دشت قلعه، چال، نمک آب، ینګي قلعه، خواجه غار او هزار سموچ؛ د لوګر خروار؛ د ارزګان خاص ارزګان؛ د سمنګان دره صوف بالا او پایین او د پکتیا ځاځي اریوب هغه ولسوالۍ دي، چې طالبان یې په تېرو دریو ورځو د نیولو ادعا کوي.

بلخوا حکومتي چارواکي بیا وايي چې افغان ځواکونه هم توانېدلي چې د تخار ینګي قلعه او خواجه غار ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاتوي چې دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې نیول شوي او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولین وايي، چې د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره بشپړ پلان شته، خو د پوځي محرمیت له کبله‌یې د وضاحت له ورکولو ډډه کوي. بلخوا په فاریاب او بلخ ولایتونو کې طالبان د ولسوالیو له نیولو وروسته د دغو ولایتونو ښارونو ته نږدي شوي او سرچینې وايي چې اوس د دغو ولایتونو د ښارونو په کمربندي پوستو کې سختې جګړې او نښتې روانې دي. که څه هم په دې وروستیو کې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې بدلونونه راوستل شول، خو حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې د جګړو او د ولسوالیو د سقوط مخینوی وکړي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند بسم‌الله محمدي له خلکو غوښتي چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر خوا ودرېږي او دوی چمتو دي چې وسلې او تجهیزات ورکړي. محمدي زیاتوي: «زه یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د خپلو خلکو په ملاتړ ټینګار کوم. له خپلو وطن‌پاله خلکو غواړم، هر چېرې چې اوسي له خپلو ځواکونو ننګه وکړي. افغان حکومت چمتو دی چې له دې ارمان د دفاع په هدف هر ډول اسانتیاوې دوی ته برابرې کړي.»

له دې سره جوخت، د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې او امنیتي ادارې او د دغو ادارو رهبري یې پر بې کفایتۍ تورنه کړې.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د تېرې ورځې غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې او وایي چې دې چارې دوی ته ګڼۍ پوښتنې راولاړې کړي او ولس د ځواب په تمه دی. وکیلان وایي، داسې ښکاري چې د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده، نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده. د دې جرګې غړې بلقیس روشن وايي چې ‎په امنیتي ادارو کې وروستۍ ګومارنې او ادلون بدلون هم د خندا وړ دي او په خبره یې، حکومت یوازې ثابتې شوې او تکراري څېرې چې پخوا یې هم لاس ته راوړنې نه دي لرلې، له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلوي او پر نوو څوکیو یې ګوماري. دوی همدا راز له ولسمشر وغوښتل چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي او د امنیتي ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.

Tags: Top
Previous Post

کرونا ناروغي او پر حافظه یې اغېز

Next Post

حکومتي مشران په واشنګټن کې څه غواړي او له څه سره مخ کېږي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د امنیتي ځواکونو د ناکاره او کمزورې رهبرۍ دوام

حکومتي مشران په واشنګټن کې څه غواړي او له څه سره مخ کېږي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکايي چارواکي: راتلونکې اونۍ غزه کې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کېږي

امریکايي چارواکي: راتلونکې اونۍ غزه کې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کېږي

اگست 17, 2024

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به له چين څخه ليدنه وکړي

فبروري 3, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved