ولسمشر غني د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې ولسمشر غني ویلی چې افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډي هېوادونه دي چې پخپلو کې ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري. د ولسمشر په وینا افغان لوری تمه لري چې د رییسي په راتګ سره به دغه اړیکې لا پراخې شي. ابراهیم رییسي هم افغانستان د ایران ښه ملګری او ښه ګاونډي بللی دی او ټینګار یې کړی چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به هڅه کوي. ولسمشر غني په دې تلیفوني مکالمه کې رییسي ته د مبارکۍ تر څنګ د بریا هیله کړې ده.
































