وروسته تر هغه چې د شمالي کوریا په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي وویل چې شمالي کوریا له امریکا سره د اټومي وسلو په اړه خبرو ته لوالتیا ښودلې، د شمالي کوریا د رهبر خور ویلي چې له پیونګ یانګ څخه د امریکا دا ډول توقع یوه تېروتنه ده. کیم یو جونګ د شمالي کوریا له دولتي رسنۍ سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې له امریکا سره خبرې بې ګټې دي او دوی په بې ځایه کارونو خپل وخت نه ضایع کوي. هغې د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د واشنګټن دا څرګندونې د دغه هېواد د ناهیلۍ اوج ښیي. د یادونې ده چې تېره ورځ د شمالي کوریا په چارو کې د امریکا نوي ټاکل شوي استازي سونګ کیم ویلي وو چې شمالي کوریا له امریکا سره خبرو ته لېواله ده او دی هیله لري چې دغه هېواد به ډېر ژر د واشنګټن غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.
































