چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ۳۵۰ زره ځواکونو پر ځای ولې پر ملېشو تمرکز کېږي!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 23, 2021
in تبصرې
0
د امنیتي ځواکونو د ناکاره او کمزورې رهبرۍ دوام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان له ګڼو شمالي ولایتونو څخه رپوټونه دي چې حکومت پر پخوانیو قوماندانانو وسلې وېشلي او هغوی له طالبانو سره د جګړو لپاره وسله وال برابر کړي دي. د ولسي جرګې ځینې غړي، سیمه‌ییز سیاستوال، د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو غړي په دغو کسانو کې شامل دي. دوی ته دنده ورکړل شوې د طالبانو پر وړاندې ودریږي، پرې نه ږدي چې هغوی لا زیات پرمختګ وکړي او یا هم دوی باید نیول شوې سیمې بېرته له طالبانو ونیسي. چارواکي وايي دا عام خلک دي چې اوږه پر اوږه له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو پر ضد مبارزه کوي، خو واقعیت دا دی چې دا د پخوانیو جنګي تنظیمونو غړي دي چې پخوا یې هم په کورنیو جګړو کې فعاله ونډه لرله.

پوښتنه دا ده چې ایا دا ملېشې به د طالبانو مخه ونیسي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

طالبان ادعا کوي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې ۸۳ ولسوالۍ نیولې دي. که څه هم حکومت دا شمېرې ردوي، خو واقعیت دا دی چې طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. په دې وروستیو کې خو طالبان نږدې هره ورځ د څو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي. که د طالبانو شمېرې مبالغه هم وګڼو، بیا هم ښکاره ده چې طالبانو په تېره یوه نیمه میاشت کې بې ساری پرمختګ کړی او دې چارې له ډېرو کسانو سره سختې اندېښې پیدا کړي دي.

حکومت وايي چې طالبانو مهم پرمختګ نه دی کړی او دوی به له لاسه وتلې سیمې بېرته له طالبانو نیسي. حکومت وايي، د دې لپاره یو پلان لري چې ژر به عملي شي، خو په عملي ډګر کې ښکاري چې حکومت د دې پر ځای چې پر رسمي ځواکونو تمرکز وکړي، تمویل، تجهیز او پوره ملاتړ یې وکړي، پر ملېشو تکیه کوي او د هغوی پر مټ غواړي چې د طالبانو د پرمختګ مخه ډپ کړي. اوس حکومت په رسمي ډول خلکو ته وايي چې وسلې واخلئ او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږئ، له همدې امله په ځینو ولایتونو کې په شدت سره ډلې ډلې خلک وسله وال شول او دا لړۍ روانه ده.

پر ملېشو تمرکز له خلکو سره نوې اندېښنې پیدا کړي دي. دوی باور لري چې دا چاره به پر رسمي او ملي امنیتي ځواکونو د خلکو باور کم کړي، ځکه چې د ملېشو جوړول دا معنا لري چې ملي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري. له بله اړخه دا ملېشې تر  ډېره د پخوانیو جنګي تنظیمونو دي چې له وړاندې په جنګي جرمونو او ناقانونه کړنې تورنې دي. د ملېشو جوړول، یوه ناکاره او ناوړه تجربه ده چې بدې پایلې یې لرلې دي. له بله اړخه دا ملېشې په قومي انګېزو هم جوړیږي چې تر ګټې یې زیان ډېر دی. له همدې امله خلک د دې ملېشو مخالف دي.

حکومت مشران باید یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې هم لارورکي نه شي. دوی باید ملي امنیتي ځواکونو ته ارزښت ورکړي، باور پرې وکړي، ملاتړ او سالمه رهبري یې وکړي او که څوک غواړي چې د دې ځواکونو ملاتړ وکړي، باید د دغو ځواکونو په چوکاټ کې دا کار وکړي. له دې پرته که ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه د طالبانو په مخنیوي کې اغېزناک نه وي، نو څو منفورې او د جنګي سابقې لرونکې ملېشې به څه ډول د طالبانو مخه ونیسي!؟  پکار ده چې حکومت معقولې پرېکړې وکړي او په وارخطایۍ کې داسې ګامونه وانه خلي چې بیا به یې وروسته جبرانول ناممکن وي.

Previous Post

نظامي کارپوهان: پر نامسوولو کسانو د وسلو وېش ناورین زېږولی شي

Next Post

د وېښتانو د قوت لپاره کوم خواړه ګټور دي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د وېښتانو د قوت لپاره کوم خواړه ګټور دي؟

د وېښتانو د قوت لپاره کوم خواړه ګټور دي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان او امریکايي چارواکو د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

افغان او امریکايي چارواکو د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

جولای 18, 2020
پاکستان د غیر قانوني کډوالو د ایستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

پاکستان د غیر قانوني کډوالو د ایستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

اکتوبر 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved