د اسراییلو د استخباراتو رییس چې دمګړی په امریکا کې دی وایي، د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره یې کتلي دي او د دواړو لورو ترمنځ د ایران په اړه نوې هوکړې رامنځ ته شوې دي. نوموړي ددې هوکړو نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي د هوايي عملیاتو او نورو عملیاتي برخو کې دا همکارۍ بې مخینې دي. اسراییلي چارواکو ویلي چې دوی له امریکا سره پر نورو خبرو هم بوخت دي او ښایي ډېر پرمختګونه رامنځ ته شي. دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییل له ایران سره د اټومي هوکړې د بیا فعالېدو مخالف دي. بلخوا بیا همدا تېره ورځ هم د ایران د اټومي فعالیتونو پر یوه مرکز برید شوی دی خو په اړه یې کره جزیات نه دي ورکړل شوي.
































