په داسې حال کې چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو ځانګړې توګه شمال کې د طالبانو پر ضد د ملېشه جوړونې بهیر روان دی، د جنبش ګوند د مشر مارشال عبدالرشید دوستم لور راحلې دوستم ویلي چې پلار یې له بهر څخه کابل ته را ستون شوی او ټاکل شوې ده چې د افغان ځواکونو په ملاتړ د خپلو خلکو تر څنګ د طالب وسله والو پر ضد د جګړې ډګر ته لاړ شي. هغې زیاته کړې، چې دوستم د اقینې بندر له لارې افغانستان ته راغلی دی او ژر به د جګړې ډګر ته ودانګي. دا خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د عطا محمد نور او محمد محقق په ګډون د پخواني ټوپکسالارانو قومندانان شمال کې راټول شوي او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلان کړی دی.
































