یونایټیډ پرس انټرنیشنل وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په دې مانا دي چې دغه هېواد افغان جګړه کې ماتې خوړلې ده او د ویتنام له برخلیک سره مخ ده. د سرچینې په خبره، امریکا په افغان جګړه کې د بري لپاره تر ټولو ښې ستراتیژي ته اړتیا لرله، نه شاتګ ته. دغې رسنۍ، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه د ویتنام له جګړې سره پرتله کړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په ویتنام کې هم د ځینې هېوادونو د مداخلي په صورت کې ماتې وخوړه او افغانستان کې هم. لیکنه کې وړاندې راغلي، چې له ۱۲ کلونو وروسته امریکا له ۵۸ زره پرسونل سره او د بې شمېره ویتنامي وګړو له وژل کېدو وروسته په ۱۹۷۴ کې خپله وروستۍ چورلکه له سایګون څخه چې د ماتې زړه بوږنوونکی انځور و پورته کړه او هغه ځای یې پرېښود، افغانستان هم همداسې پرېږدي او وځي.
































