په کاناډا کې یوه وسله وال پر خلکو برید کړی دی او ۱۳ کسان یې وژلي دي. د راپورونو له مخې دا په کاناډا کې په وروستیو دېرشو کلونو کې تر ټولو خونړی برید و. د کاناډا امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې بریدګر د پولیسو جامې اغوستې وې او نوا اسکوشیا ښار کې یې پر خلکو ډزې کړې دي. هغه د تېلو له یوه سټېشن سره نږدې پر خلکو د ټوپک خوله ور اړولې ده او ۱۳کسه یې وژلي دي. دا له ۱۹۸۹ کال را وروسته په کاناډا کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی. رسنۍ وایي چې بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی خو پولیسو ویلي، چې برید پای ته رسېدلی او د بریدګر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
































