چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې وروستیو هڅو ته معقول غبرګون

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 10, 2021
in تبصرې
0
سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک او د سولې لپاره د انتقالي حکومت طرحې په کابل کې چارواکي وارخطا کړې دي. دوی نه پوهېږي چې څنګه غبرګون وښيي او څه وکړي. له همدې امله وېره ده چې د دوی دریځ به ستونزې لا زیاتې کړي. دې حالت په حکومت کې دننه د ارګ او د سولې عالي شورا ترمنځ هم واټن پیدا کړی دی. د سیاستوالو او حکومت ترمنځ واټن خو لا پخوا و. له همدې امله د معقول او سم دریځ شونتیا نشته.

د امریکا له خوا د انتقالي حکومت طرحې ته غبرګون او په دې اړه د پرېکړې لپاره پکار ده، چې په کابل کې چارواکي او سیاستوال سره یوه خوله وي او داسې دریځ خپل کړي چې له سولې سره مرسته وکړي او د افغانستان ګټې خوندي کړي. دا چاره به د افغان لوري دریځ پیاوړی کړي او ممکنه خطرونه به را کم کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

تر اوسه پورې د سولې په پروسه کې اساسي ستونزه دا ده، چې د ولس او حکومت، سیاستوالو او چارواکو او آن د حکومت په منځ کې اختلافات دي. د سولې پروسه اوس حکومتي چارواکي د خپل شخصي واک او ځواک د خوندیتوب له زاویې ګوري. دوی د سولې هره هڅه له دې امله تخریبوي چې د دوی واکمني وغځېږي. سیاستوال بیا په دې هڅه کې دي، چې د سولې پروسه دوی بیا په قدرت کې ورګډ کړي. دوی د دې لپاره هڅه کوي، چې داسې یو جوړښت رامنځ ته شي چې بیا پکې واک ووېشل شي او دوی ته هم پکې ونډې ورسېږي. له بده مرغه حکومت او سیاستوال دواړه د دې پر ځای چې سولې ته د ولس د هیلې او غوښتنې په سترګه وګوري، یوازې د خپلو شخصي ګټو او قدرت له زاویې ورته ګوري.

په حکومت کې دننه او د حکومت او سیاستوالو ترمنځ اختلاف د دې سبب شوی، چې هم د سولې په پروسه کې خنډ او ځنډ پېښ شي او هم داسې بدلونونه راشي چې راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی. د حکومتي چارواکي د واک غوښتنې هڅې د سولې پروسه شاوخوا یو کال وځنډوله چې له امله یې زرګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته. اوس هم د سولې هرې هڅې ته له همدې زاویې ګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک او د سولې د انتقالي حکومت طرحې ته یې هم غبرګون له همدې زاویې دی. سیاستوال هم هڅه کوي چې په ګډوډۍ کې د ځان ګټې خوندي کوي، ځینې یې د حکومت له خوا امتیازات اخلي او تر څنګ یې ودریږي او ځینی بیا د حکومت په مخالفت کې دي او د هرې هغې هڅې هرکلی کوي، چې حکومت له پښو غورځوي.

د سولې د وروستیو هڅو او د امریکا د طرحې په اړه باید یوه ملي اجماع رامنځ ته شي. یا لږ تر لږه د سیاستوالو او حکومت یو واحد غږ پیدا شي. دا غږ باید معقول او د سولې او افغانستان په ګټه وي. حکومتي چارواکي باید ومني چې نور یې وخت ختم دی او سوله حتمي راځي. دوی باید د واک پر ځای د سولې لپاره کار وکړي. سیاستوال هم باید درک کړي، چې سوله تر ګردو مهمه ده او دوی باید واک ته د را ګرځېدو لپاره هر څه ته لاس وانه چوي. له همدې امله یو ګډ او سم دریځ پکار ده چې له بده مرغه تر اوسه پورې نشته.

Previous Post

د چين مقننه قوه؛ له نورو متفاوته او يوه بېله بڼه

Next Post

په دوحه او مسکو کې د سولې بهیر د بریا لپاره هڅې روانې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په دوحه او مسکو کې د سولې بهیر د بریا لپاره هڅې روانې دي

په دوحه او مسکو کې د سولې بهیر د بریا لپاره هڅې روانې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: غواړو چې له بېلا بېلو خواوو سره د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره ګډې هڅې وکړي

چين: غواړو چې له بېلا بېلو خواوو سره د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره ګډې هڅې وکړي

مارچ 18, 2026
جاپان کې د افغاني لاسي غالیو نندارتون پرانیستل شوی

جاپان کې د افغاني لاسي غالیو نندارتون پرانیستل شوی

جولای 19, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved