د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، هغو افغانانو چې له امریکایانو سره همکاري کړې شاته نه پرېښودل کېږي. هغه دا خبره د هغو افغان ژباړونکو او قراردادیانو په تړاو کړې چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او اوس د جګړو په زیاتېدو خپل ژوند په خطر کې ګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څو اوونۍ مخکې ویلي و چې دم ګړۍ ۱۸۰۰۰ افغانانو د وېزې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي چې د نهو زرو کار یې روان دی. تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو هم د حکومت نه غوښتي و چې افغان ژباړونکي دې له افغانستانه وایستل شي او په بل ځای کې دې ځای پر ځاي شي.



































