نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام دا ځل د ۱۳۲ میلیونه ډالرې مرستې اعلان کړی دی. دا مرسته تېره ورځ ناوخته تصویب شوې ده. د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي، دا مرسته شوې پیسې به د دولتي ادارو د لګښتونو پر ښه کېدو، د حکومتدارۍ پر پیاوړتیا او د اصلاحاتو پر بنسټونو ولګول شي. په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره به هم ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته وشي. تر دې وړاندې هم نړیوال بانک په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي. خو هېوادوال بیا د مرسته شوو پیسو پر سم لګښت ټینګار کوي.


































