امریکايي سناتوران ټینګار کوي چې باید امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي. ځينو امریکايي سناتورانو له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ددغه ځواکونو حضور د افغانستان لپاره بې ګټې دی او د بایډن ادارې ته په کار ده چې له خپلې پرېکړې په شا نه شي. ددوی په وینا امریکا په افغانستان کې شل کاله حضور درلود چې میلیاردونه ډالر لګښت یې درلود او تر څنګ یې درنې مرګ ژوبلې هم امریکايي سرتېرو ته اوښتې دي چې ددې هر څه تکرار د امریکا په زیان دی او باید د سرتېرو د ایستلو لړۍ ادامه ولري. امریکايي سناتوران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ولسمشر غني تر سفر وروسته د کانګریس ځینو غړو ویلي وو چې ښایي د سرتېرو د ایستلو په بهیر کې د ځنډ غوښتنه وکړي.



































