ولسمشر غني په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې امریکا ته یې سفر ګټور و او له کانګریس یې د څه باندې ۳،۳ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې چې دوی ورسره منلې ده. نوموړي همدا راز ویلي چې د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې کتلي دي او دوی ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به یې ملاتړ دوام کوي. ولسمشر دغه راز ټینګار وکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او له ولسمشر جو بایډن سره یې په کتنه کې ددې اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ تر لاسه کړی دی. هغه یو ځل بیا افغان ځواکونه پیاوړي وبلل او په خبره یې دوی د ګواښونو پر وړاندې د هر ډول مبارزې وړتیا لري.



































