په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو احتمالي پاتي کېدو ته غبرګون کې ویلي چې د دوحې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. راډیو پاکستان د یو بهرني اژانس په حواله د سهیل شاهین له قوله ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو احتمالي پاتې کېدل د اشغال د دوام یو ډول دی چې دوی ته په هیڅ صورت د منلو نه دی. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او که همداسې دوام وکړي نو ښایي یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.



































