د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، چې د پوهنې له وزارت سره پر ګډه پر داسې پلان کار کوي، ترڅو تعليمي مرکزونه بیا پیل شي. نوموړي نن په یو خبري کنفرانس وویل، چې تر اوسه د تعلیمي مرکزونو د بیا پیل کېدو وخت نه دی، خو په خبره چې ژر به د تعلیمي مرکزونو د بیا پیل لپاره یوه طرحه چمتو کړي. نوموړي وویل، که څه هم د ښوونځيو او پوهنتونونو بندولو د کرونا وبا د زیاتوالي په برخه کې له دوی سره مرسته کړې، خو دغه وزارت له سختو فشارونو سره مخ دی تر څو تعلیمي ادارې بېرته پرانیستل شي. مجروح یو ځل بیا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي سپارښتنو پر عملي کېدو ټینګار وکړ. په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا وبا درېیمه څپه د پراخېدو په حال ده او ګڼ شمېر هېوادوال پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.



































