وروسته تر هغه چې اسامه بن لادن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان شهید ویلو ګڼې پوښتنې را وپارولې د دغه هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ویلي چې د پاکستان حکومت القاعده او اسامه بن لادن ترهګر ګڼي. نوموړي له مشهور پاکستاني ټلویزیون جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې اسامه بن لادن ته پر شهید ویلو د عمران خان ژبه خطا شوې، د ده مطلب دا نه و چې اسامه شهید وبولي خو په بې پامۍ کې ترې دا خبره شوې ده. هغه زیاته کړې چې پاکستان په ملګرو ملتونو کې د جګړې پر ضد رایه ورکړې او دغه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ستره قرباني هم ورکړې ده، نو په خبرو باید خطا نه شو، حقیقت دا دی چې پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره لري او تعقیبوي یې. بلخوا په پاکستان کې سیاسي ګوندونه او د بشري حقونو مدافعین وایي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې دوه مخې پالیسي لري.



































