سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ جدي مرستو ته اړتیا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 28, 2021
in افغانستان
0
زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ جدي مرستو ته اړتیا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د جګړو او نښتو د خونړۍ څپې له پیل سره جوخت، په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي او په سختو شرایطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د هېواد په ډېری ولایتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو او ولسوالیو د لاس په لاس کېدو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې چې له سختو ستونزو سره مخ دي او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په کندوز کې د بېځایه شوو کورنیو ځینو استازو رسنیو ته ویلي چې له ولسوالیو زرګونه کورنۍ د کندوز مرکز ته راغلي او دلته یې په ښوونځیو او نورو ځایونو کې اړولي دي. د دوی په خبره، د خوراکي توکو، اوبو او درملو له کمښت سره مخ دي. په ورته مهال د یاد ولایت د کډوالو چارو ريیس غلام سخي رسولي رسنیو ته ویلي، چې د کندز له ښاره په دې وروستیو ورځو کې چې  طالبانو د جګړې لمن ورغځولې، له پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. رسولي وايي، د دې بې‌ځایه شویو تر دوه زره کورنیو پورې یې کابل یا نورو ولایتونو ته کډه شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم د نا امنیو د زیاتېدو له کبله نورې شاوخوا اته زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

پر کندز سربېره، د هېواد په شمالي، جنوبي او ختیځو ولایتونو کې هم د وروستي تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله په زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوې دي. دغه راز په هلمند، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې هم د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

بلخوا لوېدیځو رسنیو هم په افغانستان کې د جګړو د شدت له کبله د کډوالۍ پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.  مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې او کډوالۍ په اړه په تازه لیکنه کې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او دې جګړې د سر او مال زیان سربېره، ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړې دي. د ورځپاڼې په خبره، د کندز په شاوخوا سیمو کې د طالبانو له پراخو بریدونو وروسته له پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، خو طالبان لا هم خپلو جګړو ته دوام ورکوي. ورځپاڼې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې، چې جګړه ودروي او نور دې اجازه نه ورکوي چې خپل خلک یې په تر ټولو سخته بې روزګارۍ او کړاو کې په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند وکړي.

په هېواد کې د ننه د جګړو له کبله د کډوالو د زیاتېدو په تړاو دا اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینو چارواکو وویل، چې ښايي په افغانستان کې د جګړو له شدت سره سم د کډوالۍ ستونزې هم ډېرې شي، له همدې کبله دوی د دغه هېواد له ګاونډیانو سره خبرې کوي، ترڅو د افغان کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي.

Tags: Top
Previous Post

تاسو به يې جوړوی؛ خو و به يې غځوی!‎‎

Next Post

د انر۵۰ کامرې لرونکی ځیرک موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د انر۵۰ کامرې لرونکی ځیرک موبایل

د انر۵۰ کامرې لرونکی ځیرک موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندوز کې جګړې؛ تر لسو زرو ډېر کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي

کندوز کې جګړې؛ تر لسو زرو ډېر کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي

جولای 26, 2021
د پاکستان له زندانونو ۱۵ تنه افغانان خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۱۵ تنه افغانان خوشې شول

مې 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved