د جنوبي اسیا په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی مسوول سید رسول موسوي وایي امریکا په ډېره غیر مسوولانه توګه له افغانستان و تښتېده او دغه هېواد یې له کورنۍ جګړې سره لاس او ګرېوان پرېښود. د موسوې په وینا افغانستان دمګړی ناسم لوري ته روان دی، نو په دغه هېواد کې د سیاسیونو، جهادي ډلو او طالبانو مسوولیت دی چې زړور ګامونه پورته کړي او د زیانونو په منلو د خپل هېواد راتلونکې وژغوري. دده په خبره ایران او ټوله سیمه په دې باور ده چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او هېڅوک له نظامي لارو واک ته نه شي رسېدلی، له همدې امله طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې خبرو ته سره کېني. موسوي وایي ایران تل غوښتي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.



































