د بښنې نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید بشري قوانینو ته درناوی وکړي. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د جګړې دواړو لورو په وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کړي چې هغه بشر ضد کړنې او جنګي جنایت ګڼل کېږي. سرچینې د طالبانو له لوري د اسیرانو وژلو او همدا راز د حکومتي ځواکونو له لوري د وژل شوو جسدونو ته د اور ورته کولو پېښو ته اشاره کړې ده او دا ډول کړنې یې بشر ضد جنایت بللی دی. د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي او ښکېلې خواوې دې خبرو ته سره کېني. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا وایي چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه روان دي او باید یوه نړیواله بې طرفه ډله وګومارل شي څو دغه جنایتونه وڅېړي او په اړه یې خپلواکې پرېکړې وکړي.



































