په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او په کابل کې د امریکايي سفارت شارژدافیر د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغان ځواکونو او افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. د مېلر په وینا دوی د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي د سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان حکومت په بېلو بشري برخو کې د امریکا له مرستو مننه کوي او تمه لري چې په دغه مرستو او همکاریو کې لا پراختیا رامنځ ته شي. هغه له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ مهم بللی دی او د دې برخې د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.



































